انصار: (د زمري ۱۶ مه)، نامعلومو وسله والو په جنوبي وزیرستان کې د یوه ښوونځي دوه ښوونکي وژلي دي.
ځايي پولیسو وویل چې حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي، خو دوی یې د موندلو لپاره پلټنې پیل کړي دي.
سږ کال په وزیرستانونو کې، چې اوس په خیبرپښتونخوا ایالت پورې اړوندې سیمې دي، څو ځلې پر ښوونځیو بریدونه شوي، خو تراوسه د هیڅ حملې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه هم په دې تړاو څوک نیول شوي دي.
له دې جلا د کرک د پولیسو مشر خان خېل رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې وویل چې پرون دوشنبې د خیبرپښتونخوا په کرک او اورکزیو کې د یوه پولیس افسر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
په پاکستان کې د امنیبت او څېړنې مرکز غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ ۷۹ پېښې شوي چې په نتیجه کې یې ۸۱ کسان وژل شوي او ۷۱ نور ژوبل شوي دي.
د راپور پر اساس، تېره میاشت په پاکستان کې تروریستي بریدونه ۱۴ سلنه او مرګ ژوبلې ۸۰ سلنه ډېرې شوي دي.
تر ټولو ډېر بریدونه په خیبرپښتونخوا ایالت کې شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32844